د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي سره د هند ځانګړي استازي جي پي سنګ لیدنه کړې.
په دې ناسته کې دواړو لوریو د افغانستان او هند ترمنځ پر سیاسي او اقتصادي اړیکو او د خلکو ترمنځ د تګ او راتګ په اړه خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزیر ویلي، تمه کېږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې په ګڼو برخو کې پرمختګ وکړي.
مولوي امیر خان متقي ټینګار کړی؛ چې د سوداګریزو اړیکو د لاپراختیا لپاره باید افغان وګړو ته، په ځانګړې توګه سوداګرو ته د هند د ویزو ورکولو کې اسانتیاوې لا زیاتې شي.
همداراز د بهرنیو چارو وزیر له افغانستان سره د هند له بشري مرستو مننه کړې او پراختیايي برخه کې یې د هند ژمنې هیلهبښونکې وبللې.
جي پي سنګ ویلي، هېواد ته یې افغانستان سره اړیکې مهمې دي او د دواړو هېوادونو اړیکې لرغونی تاریخ لري.
د هند ځانګړي استازي زیاته کړې، افغانانو سره د بشري مرستو ترڅنګ یې هېواد پراختیایي مرستې هم پیل کړي دي او اړوندو افغان ارګانونو سره په تخنیکي خبرو بوخت دي.
نوموړي ټینګار کړی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا مهمه ده.
د یاد هېواد ځانګړي استازي ویلي؛ په نږدې راتلونکي کې به د چابهار بندر په اړه د سیمې د هېوادونو، افغانستان او هند د تخنیکي پلاوو ترمنځ خبرې اترې وشي او همداراز ژمنه کړې، چې افغانانو ته د هند د ویزو په برخه کې به اسانتیاوې لا زیاتې شي.