د المپیک کمېټې، بدني روزنې او ورزش عمومي رییس مولوي احمد الله وثیق او ورسره مله پلاوي حافظ احمد جان ځدراڼ د یاد ریاست فني او مسلکي مرستیال، داد محمد پاینده اختري د المپیکي چارو رییس هرات ولایت ته د سفر په جریان د دې ولایت د مختلفو فدراسیونونو له استازو او د یاد ولایت د ورزش ریاست له کارمندانو سره لیدنه کړې.
د هرات ولایت د ورزشي مسولینو او د فدراسینونو د استازو له خوا د ورزش ادارې رهبري ته ښه راغلاست ویلی او بیا یې د هرات ولایت ورزشي فدراسیونونه او جوړښت روښانه کړی او هم یې د نوموړي ولایت د ورزشکارانو لاسته راوړنې بیان کړې.
مولوي احمد الله وثیق په خپله وینا کې د هرات ولایت د مختلفو فدراسیونونو ورزشي لاسته راوړنې د پاموړ بللي او په خپلو خبرو کې یې ویلي؛ هرات د هېواد په هغو ولایتونو کې راځي، چې ورزش پکې ډېر او ورزشکارانو یې تل هېواد ته ویاړونه راوړي دي.
نوموړي زیاته کړې؛ موږ مخکې هم د هرات ولایت ورزش ته ځانګړې پاملرنه کړې ده او په راتلونکي کې هم کوشش کوو، چې د تاسو ټولو غوښتنو ته رسېدنه وکړو.
د غونډې په پای کې د هرات ولایت د ورزشي مسولینو نظرونه هم اوریدل شوي او غوښتنو ته یې د رسېدنې ژمنه شوې.