د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د هېواد د بېلابېلو ولایتونو له یو شمېر علماوو، مشایخو او مشرانو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې لومړی هغوی د خپلو ولایتونو د ټولنیز او اقتصادي وضعیت په اړه د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړي او د اسلامي امارت مسولینو څخه یې پراختیایي چارو ته د زیاتې پاملرنې غوښتنه کړې ده.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي یادو علماوو، مشایخو او مشرانو ته د ښه راغلاست پرمهال ویلي، د اسلامي امارت اړوند ادارې خلکو ته د خدماتو برابرولو او د هوساینې او ارامي د ټینګښت لپاره تل هڅې کوي.
مولوی عبدالسلام حنفي د هغوی له لوري د مطرح شویو موضوعاتو په اړه زیاته کړې، اسلامي امارت به خپلو امکاناتو ته په پام پورتنیو مواردو ته رسېدنه وکړي.