احصايې او معلوماتو ملي اداره وایي، د غور ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست د ۱۴۰۳ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۱۳ زره او ۹۵۶ کسانو ته کاغذي او اته زره او ۳۸ نورو غوښتونکو ته برېښنایي پېژندپاڼې وېشلې دي.
د غور ولايت د احصايې او معلوماتو رياست د معلوماتو پر بنسټ؛ په دې ولايت کې د مرکز په ګډون په ټولو ولسواليو کې د دوی اړوند دفترونه فعال دي او د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د يادو دفترونو له لارې توانيدلي، چې شاوخوا درې زره او ۹۳۶ کسانو ته په کاغذي پېژندپاڼو کې د اصلاحاتو راوستو، شاوخوا ۵۰ کسانو ته د پېژندپاڼې لغوه کولو، ۱۹ کوچي وګړو ته د کاغذي تذکرو وېش او اووه زره او ۱۳۳ نورو هېوادوالو ته د ژوند پېښو (شپږ زره او ۶۴۱ زېږون کارتونه او ۴۹۲ د مړینې پارچې) خدمتونه وړاندې کړي.
همدارنګه د غور ولایت د احصایې او معلوماتو ریاست د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ۱۶۱ احصاییوي فورمو له لارې د دې ولایت په اړه د اقتصادي او اجتماعي برخو ارقام او معلومات راټول او دا راز یې په دې ولایت کې د غذايي خوندیتوب له سروې څارنه کړې او په میاشتني ډول یې له بازار څخه د ۲۹۰ قلمه خوراکي او غیرخوراکي توکو د بیې په اړه معلومات هم راټول کړي دي.
د یادونې وړ ده، چې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد په کچه د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ لرې پرتو سیمو او ولسوالیو ته غځولې ده چې د یادو سیمو اوسېدونکي په اسانۍ سره وکړای شي خپلې برېښنايي پېژندپاڼې ترلاسه کړي.