ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان لپاره د برېتانیا سفارت: بشري مرستو کې له افغاني سرې میاشتې سره همکاري کوو

د افغاني سرې میاشتې د سرپرست مولوي مطیع الحق خالص په مشرۍ لوړ پوړي پلاوي افغانستان لپاره د برېتانې د سفارت سرپرستې نصیره اشرف او د پرمختیایي او سیاسي امورو مسول جانتن تام سره په دوحه کې له افغانستان سره پر بشري مرستو او د بېوزلو افغانانو د لاسنیوي په موخه غونډه وکړه.

په دې غونډه کې ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د برېتانیا د تېرو بشري مرستو مننه کړې او ویلي یې دي، چې تېر ۴۰ کلن ناورین افغانان له فزیکي، روحي او اقتصادي پلوه سخت ځپلي، ځکه یې باید لا زیات لاسنیوی وشي او په شویو مرستو اکتفا ونشي.

نوموړي زیاته کړې، چې افغانان په یو ناوړه حالت کې دي او تېر ۴۰ کلن ناورین افغانان، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي، د نورو سختو ناروغیو ترڅنګ په رواني ناروغیو اخته کړي، چې اوس پوره لاسنیوي او درملنې ته اړتیا لري.

د نوموړي په وینا؛ افغاني سرې میاشتې پر خپل لګښت د رواني ناروغانو، د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو او د غربت له امله نورو ته د لاس نیوونکو وګړو تر یوې کچې لاسنیوی کړی، خو دا چې د یادو ناروغانو شمېر هره ورځ په زیاتېدو دی، نو ځکه یې د درملنې او ساتنې لګښت د افغاني سرې میاشتې له وس پورته شوی.

ښاغلي خالص ویلي، چې د افغاني سرې میاشتې د رواني ناروغانو د ساتنې مرکزونه ۴ ولایتونو کې فعال دي او هڅه کوو چې دا لړۍ نورو ولایتونو ته هم وغځوو.

د افغاني سرې میاشتې سرپرست زیاته کړې؛ د زړه د سوري په رنځ د اخته ماشومانو د ثبت او درملنې بهیر په چټکۍ روان دی، چې تر اوسه له افغاني سرې میاشتې سره ۲۴۷۴۳ ماشومان ثبت شوي او د نیمایي یې درملنه شوې.

دغه بهیر زیات لګښت ته اړتیا لري، چې د افغاني سرې میاشتې له توانه پورته کار دی.

نوموړي هیله څرګنده کړې، چې د برېتانیا په ګډون به نړیوال په دې برخه کې د افغاني سرې میاشتې لاسنیوی او همکاري وکړي. ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص غوښتي، چې برېتانیا دې زمونږ د هغو هېوادوالو په لاسنیوي، کار، حرفوي زده کړو او له دې لارې د هغوی پر خپلو پښو درېدو کې د افغاني سرې میاشتې لاسنیوی وکړي، تر څو د غربت له امله نورو ته د محتاجۍ لاس ونه غځوي.

اغلې نصیره اشرف د باوري ادارې په توګه د افغاني سرې میاشتې د خدمتونو او بېوزلو ته د مرستو رسولو ستاینه کړې او ژمنه یې کړې، چې دوی به د افغاني سرې میاشتې تر شا ولاړ وي، خپلې مرستې به جاري ساتي او د افغاني سرې میاشتې په پیل کړو پروژو کې به لازمه همکاري وکړي.

نوموړې ویلي، چې په تېرو کلونو کې مو د افغانستان له بېوزلو وګړو سره د ملګرو ملتونو له لارې ۳۰۰ ملیونه او د نړیوال فدراسیون له لارې ۶ ملیونه ډالر مرسته کړې او غواړو دغه لړۍ غځېدلې وساتو.

د یاد سفارت سرپرستې ډاډ ورکړی، چې موږ په بشري مرستو کې له افغاني سرې میاشتې سره همکارۍ او همغږۍ ته لېوال یو.