ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

بهرنیو چارو وزارت د سعودي او ایران تر منځ د ډیپلوماټیکو اړیکو د بیا پیل هرکلی کوي

بهرنيو چارو وزارت وايي، چې د سعودي عربستان مملکت او د ايران اسلامي جمهوريت ترمنځ د ډيپلوماټيکو اړيکو بيا پيل هرکلی کوو او دا مثبت اقدام په سيمه کې د سولې او ثبات د ټينګښت پر لور مهم ګام ګڼو.

یاد وزارت زیاتوي، چې اسلامي امارت د خپل متوازن بهرني سياست په پام کې نيولو سره د سعودي او ايران ترمنځ ډيپلوماټيک پرمختګ په سيمه کې د څو اړخيزو اړيکو او همکاريو غوړېدو سره مرستندوی ګڼي.

دغه راز د چين ولسي جمهوريت له هڅو یې هم مننه کړې، چې د سيمې د ثبات لپاره يې د سعودي او ایران ترمنځ د خبرو کوربه توب کړی دی.