عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د معیاري کولو او خلکو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو په موخه انلاین کنفرانس جوړ کړی و، چې بهرمېشتو کادرونو او له روغتیایي سکټور سره د مرستندویه کورنیو او بهرنیو بنسټونو اسازو ګډون پکې کړی و.
د یاد وزارت مشرتابه له هغه متخصصو کادرونو چې بهر کې فعالیت لري په فزیکي یا هم انلاین ډول د همکاریو او تجربو شریکولو غوښتنه کړې.
ډاکټر قلندر عباد وايي؛ د روغتیایي سکټور د پیاوړتیا لپاره غواړي خپل روغتیایي کارکوونکي د تخصص لپاره بهرنیو هېوادونو ته ولیږي.
ځینو هغه بهرنیو او کورنیو بنسټونو او متخصصینو چې بهر کې فعالیت لري، په دې برخه کې د همکاریو ډاډ ورکړی دی او ویلي یې دي، چې له افغانستان سره په هره برخه، په ځانګړي ډول د روغتیا په برخه کې همکاریو ته ژمن یوو، ځکه با کیفیته روغتیایي خدمتونه په یوه ټولنه کې اصلي لومړیتوب دي.
د عامې روغتیا وزارت مسولینو په دې کنفرانس کې ډاډ ورکړی، چې د روغتیا په برخه کې لومړني امکانات او اړتیاوې به پوره کوي.