ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

تېر یوه کال کې د هېواد د صادراتو کچه ۵۵ سلنه ته لوړه شوې

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال وايي، چې په تېر یوه کال کې د نړۍ په ځانګړې توګه د سیمې هېوادونو ته د افغانستان د صادراتو کچه ۵۵ سلنه لوړه شوې ده.

نوموړی زیاتوي؛ په هېواد کې د اقتصادي ثبات لپاره پرېکنده ګامونه پورته شوي، چې د دغو اقداماتو د پایلو یوه ښه بیلګه د سیمې او نړۍ هېوادونو ته د افغانستان د سوداګریزو توکو د صادراتو زیاتوالی دی.

“د هېواد ۹۷ سلنه صادراتي توکي چې د ۱۴۰۱ کال د وري له لومړۍ نیټې د کب تر ۲۰ مې نیټې پورې د چین، قزاقستان، ازبکستان، پاکستان، ایران، متحده عربي اماراتو، تاجکستان، هند، ترکمنستان او ترکیې هېوادونو ته صادر شوي، ټولټال ارزښت یې یو میلیارد او نهه سوه ملیونه ډالرو ته رسیږي.”

له بل لوري د سوداګرۍ او پانګونې خونه د نړۍ بازارونو ته د صادراتو له زیاتوالي د خوښۍ په څرګندولو سره وايي؛ د سوداګرۍ او پانګونې خونه هڅه کوي چې افغانستان د نړۍ په کچه یو صادراتي هېواد شي.

د کارپوهانو په اند، خپرې شوې شمیرې ښيي چې د افغانستان تولیدات د نړۍ په بازارونو کې زیات مینه وال لري او دا د هېواد د سوداګرۍ او کورنیو عوایدو د ودې لپاره ښه زېری دی.

له اقتصادي معاونیت څخه خپرې شوې اعلامیه ښيي، چې د هېواد د صادراتو کچه له ۵۰ سلنې ډېره شوې، ځکه یو کال وړاندې د هېواد ټول صادرات له ۸۵۰ میلیونو ډالرو ډېر نه وو.