د افغانستان د کرنیزو محصولاتو اته ویشتم نندارتون او د بزګر مېله د کابل د بادام باغ په څېړنیز فارم کې پرانیستل شوه.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر مولوی عطاءالله عمري په افغانستان کې پر پراخو امکاناتو خبرې کړې او ویلي یې دي؛ افغانستان هغه هېواد دی، چې ډېرې اوبه او حاصل خېزې ځمکې لري او اړتیا ده، چې کار وشي او له دې طبیعي پانګو ګټه پورته شي.
ښاغلی عمري زیاته کړې، چې د کرنې برخې پیاوړتیا د هوا د پاکوالی، د چاپېریال د ښکلا او زرغونتیا، د کاري زمینې برابرولو، د عوایدو د زیاتوالي او د هېواد د اقتصادي ودې لامل کېږي.
نوموړي له پانګوالو غوښتي، چې د هېواد ځان بسیاینې لپاره له اسلامي امارت او د کرنې سکټور سره همکاري او مرستې وکړي.
دغه راز د کرنې سرپرست وزیر ویلي، چې د کرنې د پراختیا او د هېواد بومي پانګو ساتنې، مدیریت، کانالونو جوړول، د ځنګلونو ساتنه او خوندیتوب، پر بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل، د بڼونو جوړول، خلکو ته ځمکې په اجاره ورکول، د میلیونونه جریبه دولتي ځمکو د غصب مخنیوی او له غصب څخه بېرته راګرځول، زرګونو بزګرانو ته پوهاوی ورکول، تر ګواښ لاندې میلیونونو څارویو ته واکسینونه ورکول او درملنه یې، د ونو او کروندو د ناروغیو مخنیوی، د بڼوالۍ او کرنیزو محصولاتو میلیونونه ټنه محصولاتو صادرول د روان کال له لاسته راوړنو څخه دي.
افغانستان کې د بزګر مېله او د کرنیزو محصولاتو اته ویشتم نندارتون پرانیستل شو
