د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د ۱۴۴۴ ه ق کال د حج او عمرې ملې کمېټې غونډه وکړه.
په دې غونډه کې د توظیف شویو کمېټو له لورې د مخکینیو جلسو په دوام د بانکونو په واسطه د حاجیانو د پیسو د راټولو او لېږد او د هوایي شرکتونو له لورې د ۱۴۴۴ ه ق کال حاجیانو د پروازونو د ترتیب، د پاسپورتونو او اړتیا وړ واکسینونو برابرولو او تطبیق او د مهاجرو وطنوالو د سهمیې په اړه راپور وړاندې شوی، چې په اړه یې د حج او عمرې ملي کمېټې له لورې لازم تصمیمونه نیول شوي دي.
دغهراز د حج پروسې د چارو د لاښه انسجام او غوره همغږۍ په موخه له اړوندو ادارو څخه د یوې کميټې او د حاجیانو لپاره د مرکز او زونونو په هوایي ډګرونو د لازمو اسانتیاو د ایجاد په موخه توظیف او دنده سپارل شوې، ترڅو د حج پروسې د پای ته رسېدو پورې وخت په وخت د خپلو اجرااتو راپور د حج او عمري ملې کميټې ته وړاندې کړي.