د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د سوریې په خپلواکه خاوره د صهيونيستي رژيم پرلهپسې بمبارۍ په کلکو ټکو غندلې او د دې هېواد د ازادۍ او استقلال څرگند نقض یې بللې دي.
په سوريه كې د بشار الاسد د نظام له نسکورېدو وروسته صهيونيستي یرغلګر رژیم د خپلو وحشتونو په دوام د یاد هېواد پر خاوره تېری او د یو لړ نظامي تاسيساتو او شتمنيو سربېره یې پر ملكي سيمو بمبارۍ کړې، چې درانه ځاني او مالي تلفات یې رامنځته کړي دي.
په یاده اعلامیه کې ویل شوي: “دغه خطرناک اقدام د هغه ناكامې ستراتیژۍ دوام دی، چې صهیونستي رژیم یې د منځني ختيځ په بېلا بېلو هيوادونو کې د خپلو نامشروع اهدافو تر لاسه کولو لپاره پر مخ وړي.”
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سوریې د خلکو په اراده له خپلواک حکومت څخه د ملاتړ تر څنګ په ښکېلو سيمهیيزو او نړيوالو قدرتونو غږ کوي، چې د سوریې ملت د خپل راتلونکي په باب خپل مستقل او ازاد انتخاب ته پرېږدي، تر څو له هر ډول بهرنیو فرمایشونو او فشارونو پرته د خپل هېواد برخلیک پخپله وټاکي.
برېتانیا کې د سوریې د بشري حقونو څار یوه سازمان ویلي، چې اسرائیلي جنګي الوتکو په سوریه کې له ۱۰۰ ډېر هوايي بریدونه کړي او د دمشق، درعاه، لتاکیا او حماه سیمو یو شمېر پوځي هدفونه یې په نښه کړي دي.
د یاد سازمان په وینا؛ په برزه سیمه کې د ساینسي څېړنو پر یوه مرکز هم برید شوی دی.
پر دې سربېره سوریه کې د بشار الاسد د رژیم له سقوط وروسته اسرائیلو خپل عسکر له سوریې سره په حایله سرحدي سیمه او نورو مهمو برخو کې ځای پر ځای کړي دي.
دا حایله سیمه د سوریې د قلمرو په قنیطره برخه کې موقعیت لري، چې په ۱۹۷۴ کې د اسرائیلو او سوریې تر منځ د یوې هوکړې پر اساس رامنځته شوې وه.
ملګرو ملتونو د اسرائیلو دا اقدام او حایله سیمې ته د اسرائیلي عسکرو ننوتل د نړیوالې هوکړې نقض ګڼلی دی.
له دې وړاندې قطر، سعودي عربستان او عراق د اسرائیلي رژیم له لوري اشغال شوي جولان ته نږدې د سوریې د خاورې نیول غندلي وو.