ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اطلاعاتو او کلتور وزارت د افغان ولس د جهاد د ارزښتونو ساتنې کمیسیون جوړ کړ

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د افغان ولس د جهاد د ارزښتونو ساتنې د کميسيون جوړولو خبر ورکړ.

 چارواکي وايي؛ دا اداره د دې لپاره جوړه شوې، چې د اشغالګرو پر وړاندې د افغانانو د قربانیو او جهاد له ارزښتونو ساتنه وکړي او دغه فرهنګ راتلونکي نسل ته ولېږدوي.

جهاد هغه ستر ویاړ دی، چې افغانان په وروستیو لسیزو کې د نړۍ دوو سترو ځواکونو ته ماتې پرې ورکړه.

داطلاعاتو او کلتور وزارت مسوولين وايي، چې د افغان مجاهدینو او خلکو د سرښندنې  ژوندي پاتې کېدو او ساتنې په موخه یې (د افغان مجاهدينو او افغانانو د جهادي ارزښتونو ساتنې) تر سرلیک لاندې یو کمیسیون جوړ کړ.

د دې وزارت فرهنګي معین وايي، چې په تيرو ۲۰ کلونو کې ۵٠ بهرنيو هېوادونو پر افغانستان يرغل وکړ او د افغانستان په خلکو يې ظلمونه، ناروا او ستم وکړ، خو د افغانستان مجاهد ولس د دغو يرغلګرو پر وړاندې مقاومت او جهاد وکړ، چې يرغلونه يې مات کړل، اوس ددې وخت رارسیدلی چې دغه قربانۍ او سرښندنۍ وساتل شي.

ورته مهال د چارو کارپوهان د جهادي ارزښتونو ساتنه د راتلونکو نسلونو او حکومتونو لپاره یو رسالت بولي.

د یادولو وړ ده چې د اسلامي امارت د سیاسي چارو کمیسیون، د جهادي ارزښتونو د ساتنې کړنلاره، د ارزونې او مطالعې وروسته تایید او تصویب کړه.