د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي؛ د افغانستان اسلامي امارت د اوبو مهارولو او مدیریت لپاره قوي هوډ لري او دا کار یې له لومړیتوبونو څخه دی. په تېرو دوو لسیزو کې د جګړو، سیاسي او اقتصادي بې ثباتۍ، اقلیمي بدلون او ورځ تر بلې زیاتېدونکی نفوس هغه لاملونه وو، چې افغانستان یې له سختو ټولنیزو او اقتصادي ستونزو سره مخ کړی دی.
اوس اړتیا ده چې دا هېواد ځان بساینې، ټولنیز او اقتصادي پرمختګ لپاره له نورو برخو ترڅنګ اوبه هم مهار او په دې برخه کې پراخه پانګونه وشي.
یاد معاونیت زیاتوي، په دې برخه کې د افغانستان اسلامي امارت د تېرو څه باندې درېیو کلونو په بهیر کې کوټلي ګامونه پورته کړې دي.
په همدې موخه د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري د روان ۱۴۰۲ لمریز کال د ثور میاشتې په ۹مه نېټه په هرات ولایت کې د پاشدان بند د پاتې چارو د پیل پرانیسته وشوه.
ملا عبدالغني برادر اخوند په دې موخه جوړې شوې غونډې ته ویلي؛ د پاشدان بند د هرات ولایت لپاره یوه مهمه او حیاتي پروژه ده او اسلامي امارت یې په ټول توان بشپړولو ته ژمن دی او هڅه کوي چې ټولې چارې یې په عمل کې بشپړې کړي.
اوس مهال د دغه بند چارې بشپړېدو ته نږدې دي او د اوبو زیرمه کول یې پیل شوي دي.
دغه بند به شاوخوا ۵۴ میلیون متر مکعب اوبه ذخیره، ۱۳ زره هکټاره ځمکه به خړوبه او دوه میګاواټه برېشنا به هم تولید کړي، چې دا مهال یې سلګونو او له ګټې اخیستنې وروسته به زرګونو کسانو ته د دایمي کار زمینه هم برابره کړي.
د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې په زابل ولایت کې د عمري بند ګټې اخیستنې ته وسپارل شو او په نږدې راتلونکي کې به په کابل ولایت کې د شاه و عروس بند هم ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

