یاد کنفرانس کې د عامې روغتیا وزارت روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني، د ناروغیو کنټرول او مخنیوي عمومي رییس ډاکټر حیدر خان حیدر، د ساري ناروغیو کنټرول ریاست مسولینو، روغتیا نړیوال سازمان استازو، ملاریا او غیر ساري ناروغیو ولایتي امرینو او د همکارو موسسو استازو ګډون کړی و.
د عامې روغتیا وزارت روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني ګډونوالو ته د خپلې وینا پر مهال ملاریا او غیر ساري ناروغۍ په هېواد کې لویه روغتیايي ستونزه وبلله او ویې ویل، د عامې روغتیا وزارت په خپل ټول توان سره هڅه کوي د یادې برخې ناروغانو ته رسېدنه ترسره او درملنه یې وکړي.
مولوي عبدالولي حقاني دغه راز زیاته کړه، روغتیا وزارت په تېر کال کې د ملاریا ناروغۍ برخه کې د عامه پوهاوي پروګرامونو او ۱۰ زره کورونو کې د دواشیندنې او ناروغانو درملنې ترڅنګ ۴۰ زره ماشلومي (پشه خانې) د کمپاین له لارې او ۱۷۸زره او ۹۹۳ نورې د ملاریا ناروغۍ لوړ ګواښ لرونکو ولایتونو کې امیندوارو میندو ته ویشلي دي.
د یادونې وړ ده، چې تېر کال په ټول هېواد کې ۳۶ ملاریا، اووه ډینګي تبې او شپږ لشمانیا اوټبریکونه رامنځته شوي وو، چې د عامې روغتیا وزارت له لوري ورته پر وخت رسېدنه ترسره شوې ده.