د ملا خیرالله خیرخواه په مشرۍ د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رهبرۍ غونډه د دې وزارت د مرستیالانو او نورو مسولینو په ګډون ترسره شوه.
په غونډه کې د تېر کال په نشراتي او کلتوري چارو او د روان کال د فعالیتونو پر ښهوالي او پراختیا خبرې شوې او یوې کمېټې ته دنده سپارل شوې، چې د مرکز او ولایتونو د فعالیتونو ارزونه وکړي.
دغه راز پرېکړه شوې، چې د هېواد ټولو ژورنالیستان دې د وزارت په ډیټابېس کې ثبت او کارتونه دې ورکړل شي.
د دې تر څنګ پر هغه توافقنامه خبرې شوې، چې پر اساس یې اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیو په برخه کې واحد مسول ارګان ګڼل کېږي او بل هېڅ ارګان حق نه لري، چې د یاد وزارت د رسنیزو تخطیو کمیسیون او مطبوعاتي برخو کې لاسوهنه وکړي.
د هېواد ژورنالیستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت په ډیټابېس کې ثبتېږي
