د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي له ملګرو ملتونو غوښتي چې په دې سازمان کې د افغانستان د دایمي استازولۍ څوکۍ دې سرپرست حکومت ته وسپاري.
“په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان د استازولۍ څوکۍ چې د افغانانو حق دی او اوس له داسې چا سره ده، چې د خلکو او افغانانو استازولي نه کوي. دا یو ظلم دی او موږ هڅه کوو چې دا چوکۍ د افغانانو استازي ته وسپارل شي.”
مولوي امیرخان متقي یو ځل بیا د نړیوالې ټولنې او امریکا متحدو ایالاتو له لوري د افغانستان د مرکزي بانک د پیسو په بندولو نیوکه کوي او دا کړنه غیرې قانوني بولي.
“دا پیسې د افغانستان بانک او افغانانو شتمني ده، چې په غیرې قانوني ډول کنګل شوې دي، خو زموږ مبارزه به تر هغو روانه وي تر څو د افغانانو پیسې بېرته ترلاسه کړو او هېوادوالو ته خپل حق ورسوو.”
له بل لوري یو شمیر سیاسي کارپوهان د نړۍ تعامل او په ملګرو ملتونو کې د اسلامي امارت استازي ته د څوکۍ سپارل په اوسني وضعیت کې د دواړو لورو په ګټه بولي.
اسلامي امارت تل ټینګار کړی او نړیوالې ټولنې ته یې ډاډ ورکړی، چې د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د ملي ګټو او اسلامي ارزښتونو پر بنسټ مثبت تعامل غواړي.

