ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست الوزرا مقام د دفتر لوی رییس له عامې روغتیا څلور لارې څخه تر اریانا څلور لارې پورې غځېدلی واټ او دروازه پرانیستل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا مقام د دفتر لوی رییس ډاکټر ملا عبدالواسع د کابل ښار له عامې روغتیا څلور لارې څخه تر اریانا څلور لارې پورې د غځېدلي واټ او دروازې د پرانیستې په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې ګډون وکړ.

په پیل کې د ریاست الوزرا مقام د دفتر لوی ریاست د عامه او ستراتيژیکو اړیکو مرستیال قاري عبدالستار سعید د یاد واټ او دروازې پرانیسته د افغانستان اسلامي امارت لاسته راوړنه بللې او ویلي یې دي، چې اوس افغانستان بشپړخپلواک دی او د اشغال پاتې اثار ورځ په ورځ له منځه ځي او نن یې عملاً شاهدان یو.

نوموړي زیاته کړې، چې په تېرو شلو کلونو کې د هېواد د اشغال په ګډون د کابل ښار زرغونه او ډیپلوماتیکه ساحه هم د امریکا او ناټو په واک کې وه، خو لله لحمد ننني مراسم د ماهیت له پلوه خورا ارزښناک او د یوه لوی استعمار او استبداد د پای ته رسېدو نښه ده.

وروسته د ریاست الوزرا مقام د دفتر لوی ریاست د فرهنګي او منیاتورۍ چارو رییس مفتي محمود ذاکري او د کابل ښاروالۍ د سرسبزۍ رییس مولوي عبدالوکیل د افغانانو د هوساینې او ارامۍ په برخه کې د اسلامي امارت د مشرانو هڅې ستایلې او له ټولو امارتي ادارو او وزارتونو یې د موانعو په لېرې کولو کې د همکاري مننه کړې ده.

دغه راز د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او څارنې ریاست مرستیال انجنیر شریف الله قادري ویلي، چې له عامې روغتیا څلور لارې څخه تر اریانا څلور لارې پورې څه باندې یو کیلو متر اوږد او شپاړس متره پلن غځېدلی واټ کابل ښاروالي د ۱۵میلیونه افغانیو په لګښت په درې میاشتو کې په پاخه او اساسي توګه ترمیم او رغولی دی.

په پای کې د عدلیې وزارت مسلکي مرستیال شیخ عبدالکریم حیدر له لوري د دعایې له لوستلو وروسته د ریاست الوزرا مقام د دفتر لوی رییس ډاکټر ملا عبدلواسع په لارښوونه عامې روغتیا څلور لار څخه تر اریانا څلور لار پورې غځېدلی واټ او دروازه پرانیستل شول.