ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

شیخ عبدالحکیم شرعي د کابل او انقرې د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی

د عدلیې وزیر شیخ عبدالحکیم شرعي په افغانستان کې د ترکیې هېواد له سفیر جنګ اونال او د هغه له مل پلاوي سره لیدنه وکړه او دواړو لورو د دواړو اسلامي هېوادونو ترمنځ د همکاریو د پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار وکړ.

په دې لیدنه کې چې د رجب المرجب د میاشتې په ۱۸مه نېټه د یکشنبې په ورځ د عدلیې وزارت په مقر کې ترسره شوه، د ترکیې د دیني چارو ادارې (دیانت) مرستیال او د یاد هېواد د حج او اوقافو ادارې د بهرنیو اړیکو رییس هم ګډون درلود.

د اسلامي امارت د عدلیې وزیر یاد پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، افغانستان او ترکیه له ګډو دیني او فرهنګي مشترکاتو سره دوه اسلامي هېوادونه وبلل.

نوموړي له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د ترکیې هېواد همکارۍ وستایلې او ټینګار یې وکړ، چې اړتیا ده د اسلامي امارت او ترکیې ترمنځ همکارۍ لا زیاتې پراخې شي.

دغه راز نوموړي وویل، اسلامي امارت د اصولو او ضوابطو له مخې د نړۍ له ټولو هېوادونو په ځانګړي توګه اسلامي هېوادونو سره د خپلو بهرنیو اړیکو پراخولو ته ژمن دی.

کابل کې د ترکيې سفیر جنګ اونال ټینګار وکړ، چې د ترکیې او افغانستان هېوادونو له یو بل سره وروڼه دي او هېواد يې ژمن دی چې په بېلابېلو برخو کې له اسلامي امارت سره همکاري ولري.

نوموړي زیاته کړه، چې د ترکیې رییس جمهور په افغانستان کې پرمختګونه په دوامداره توګه تعقیبوي او لارښوونې یې ورکړی چې له اسلامي امارت سره اړیکې لا زیاتې پياوړې شي.