د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې او د ژغورني نړیوالي کمیټې (ای ار سي) ترمنځ د ۱۱ میلونه، ۴۵۶ زره او ۲۵۷ امریکايي ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو هوکړه وشوه.
پرون دوشنبه د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې رییس ملا نورالدین ترابي د ژغورني نړیوالي کمیټې د رییسې شرین حسن ابراهیم، د پروګرامونو مسول بوستان فهیم، د ارتباطاتو او بشري لاس رسي مرستیال ضیا الله صدیقي او د اړیکو مسول احمدضیا سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه وکړه.
نوموړي د ژغورني نړیوالي کمیټې رییسې او مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي؛ خوښ یو نن یو داسې هوکړه لیک لاسلیک کوو، چې په هغه سره زموږ ولس ته نغدي مرستې رسول کېږي او د یادي موسسې د ټول کاري ټیم څخه یې ځانګړې مننه کړې ده.
ښاغلي ترابي زیاته کړې، چې تاسې باید خپل مرستي جاري وساتئ ترڅو ولس مو د خدماتو څخه برخمن شي.
دغهراز ژمنۍ مرستي باید د ژمي په موسم کي وویشل شي، تر څو خلک د ژمني توکو څخه استفاده وکړي او پر وخت د مرستو څخه برخمن شي.
د IRC کمیټې رییسې د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې د ټولو کارکوونکو څخه مننه کړې، چې له دې ادارې سره باید بېلابېل موسسات او نړیوال سازمانونه مرستې وکړي.
د دې هوکړه لیک پر بنسټ به په کابل، بامیان، لوګر، خوست، پکتیا، هلمند، هرات، بادغیس، کندوز، ننګرهار او لغمان ولایتونو کې اړمنو کورنیو ته نغدي پیسې وویشل شي.
۱- ۱۳,۱۶۰ کورنیو ته د خوراکي توکو لپاره نغدي پیسې ویشل کیږې چې هرې کورنۍ ته به د ۸ میاشتو لپاره هره میاشت ۴۰ ډالره یا د هغه معادل افغانی ورکړل شي او هره کورنۍ به ټولټال ۳۲۰ ډالره تر لاسه کوې.
۲- ۵,۱۹۰ کورنیو ته د ژمنۍ توکو لپاره نغدي پیسې وویشل شي، چې هرې کورنۍ ته به یو ځل ۳۳۱ امریکایی ډالره یا د هغه معادل افغانی ورکړل شي.
۳- ۷,۸۱۰ کورنیو ته د لومرنیو اړتیاوو لپاره نغدي مرسته وویشل شي، چي هرې کورنۍ ته به یو ځل ۳۱۲ امریکایی ډالره یا د هغه معادل افغانی ورکړل شي.