ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

بهرنیو چارو وزارت کې د افغانستان او چین د ډیپلوماټیکو اړیکو د اویایمې کلیزي په مناسبت غونډه وشوه

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په ستوري ماڼۍ کې د افغانستان او چین د ډیپلوماټیکو اړیکو د اویایمې کلیزي په مناسبت غونډه وشوه.

په دې غونډه کې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي، د چین ولسي جمهوریت سفیر ژاو شینګ، ډیپلوماټانو، د بهرنیو چارو وزارت رییسانو، د پوهنتون استادانو او محصلینو، افغان او چینايي سوداګرو ګډون کړی و.

په غونډه کې د افغانستان او چین تر منځ د ډیپلوماټیکو اړیکو پر کچې، اهمیت او تېرو شویو جریاناتو خبرې شوې او په اوږد مهاله توکه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر زیاتوالي او د اړیکو پر لا پیاوړتیا خبرې شوې دي.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي په دې غونډه کې ویلي، چې د اسلامي امارت په حاکمیت سره د چین او افغانستان اړیکې لا وغوړېدې.

ښاغلي ستانکزي زیاته کړې؛ افغانستان کې سراسري امنیت ټینګ شوی او له خاورې به یې هېڅ هېواد ته ګواښ پېښ نه شي.

دغه راز نوموړي چینايي پانګوالو ته بلنه ورکړه، څو له شته فرصت څخه په ګټه اخیستنه افغانستان کې پانګونه وکړي.

نوموړي د چین له حکومته غوښتي، چې په سیمه‌ییزو او نړیوالو غونډو کې د افغانستان له دریځه ملاتړ وکړي.

ښاغلي ستانکزي د دواړو هېوادونو ډیپلوماتیکو اړیکو ته په اشاره ویلي، چین یوازینی هېواد دی، چې د تاریخ په اوږدو کې یې له افغانستان سره کومه سرحدي ستونزه نه ده رامنځته شوې.

په کابل کې د چین سفیر ژاو‌شینګ ویلي، چین د افغانانو مذهبي باورونو او دودونو ته درناوی لري او د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس‌وهنه نه کوي.

ښاغلي شینګ زیاته کړه، هېواد یې په ملګرو ملتونو او نورو څو اړخیزو ناستو کې د افغانستان له دریځه ملاتړ کړی او پر دغه هېواد د لګول شویو غیرې عادلانه بندیزونو د لرې کېدو او د افغانستان د شتمنیو ازادېدو غوښتنه یې کړې ده.

ژاو شینګ دغه راز ویلي، چین د افغانستان په اقتصادي او ټولنیزه بیارغونه کې مهمه ونډه اخیستې ده.