د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د يوناما مشرې روزا اتونباييفا د هېواد د اقتصادي ودې او د بشري او پرمختيايي مرستو پر وضعیت او يو لړ نورو موضوعاتو خبرې وکړې.
د بهرنیو چارو وزیر په بېلابېلو برخو او په ځانګړې توګه د اقتصادي ثبات په ډګر کې د افغانستان اسلامي امارت لاس ته راوړنو ته په اشارې سره وویل؛ د هېواد اقتصاد له ثبات وروسته اوس مخ پر ودې حرکت کړی چې يو ثبوت يې د نړيوال بانک وروستی راپور دی، چې سږ کال يې اقتصادي وده ۲.۷٪ ښودلې.
مولوي امير خان متقي زیاته کړې؛ د اقتصادي پرمختيا په برخه کې نور پلانونه هم د پلي کېدو په حال کې دي چې په بشپړېدو سره به يې د چټکې اقتصادي ودې شاهدان اوسو.
د يوناما مشرې وويل؛ په تېرو درېوو کلونو کې د لومړي ځل له پاره له افغانستان سره د پرمختيايي مرستو کچه له بشري مرستو څخه زياته شوې، دا يو خورا مثبت پرمختګ دی او د افغانستان پر اقتصاد به يې اغېز مثبت وي.
نوموړې ډاډ ورکړ، چې دا مثبت بدلون به ادامه ومومي.
روزا اتونباييفا همداراز د اسلامي امارت اقتصادي هڅې وستايلې او ژمنه يې وکړه، چې د ملګرو ملتونو په ناستو کې به دغه لاس ته راوړنې شريکې کړي.