ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د څه‌باندې ۹۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت وايي؛ د یتیمانو، کونډو او معلولینو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو او هغوی ته د اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه یې د  HHRD موسسې سره د ۹۷ میلیونه، ۴۷ زره او۵۶۰ افغانیو په مجموعي ارزښت دوه هوکړه لیکونه لاسلیک کړي.

یاد وزارت زیاتوي، دا هوکړه لیکونه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنيو اړیکو او پلان رییس ملا صدوخان حق شناس او د HHRD موسسې  رییس ترمنځ لاسلیک شوي.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په وینا؛ د یوه هوکړه لیک له مخې به، ۴۰ زره او۲۱۰ تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو ته په کابل، ننګرهار، لغمان او پروان ولایتونو کې روغتیايي خدمتونو وړاندې شي او همداراز په غور او تخار ولایتونو کې به ۲۵۰ تنو مستحق معلولینو ته ویلچرونه هم ووېشل شي.

همداراز د دویم هوکړه لیک له مخې به دوه زره او ۸۰۰ تنو یتیمانو او معلول ماشومانو ته، په کابل، لغمان، ننګرهار، کنړ او پروان ولایتونو کې د خوراکي توکو د وېشلو ترڅنګ، روغتیایي، ښوونیز او ټولنیز خدمتونه هم وړاندې شي.

د هوکړه لیکونو د لاسلیکولو پر مهال ملا صدوخان حق شناس د شهیدانو ورثه وو او معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کولو پر اهمیت ټینګار کړی او هغه یې د ټولنې د هر وګړي ګډ مسولیت بللی.

نوموړي همداراز د HHRD موسسې له رییس څخه مننه کړې او یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې یې د یادې موسسې د مسولینو هلې ځلې ستایلي دي.

د یادونې وړ ده، چې یاد هوکړه لیکونه به د یو کال په موده کې په منظم ډول پلي شي او یتیمان، کونډې او معلولین به د وړاندې شویو خدمتونو څخه په ښه ډول برخمن شي.