د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو مرستیال مولوي مهاجر فراهي په خپل کاري دفتر کې د قطر لپاره له نوي ټاکل شوي افغان سفیر سهیل شاهین سره لیدنه کړې.
د ليدنې په ترڅ کې دواړو لوریو د مطبوعاتي برخې د تقویې پر میکانیزم، د کتابونو د چاپ د پروسې په پراختيا او نورو مسایلو باندې تفصیلي خبرې کړې دي.
مهاجر فراهي په مطبوعاتي او نشراتي برخه کې د خپلو فعالیتونو په اړه معلومات ورکړي او ترڅنګ یې په هغو لارو چارو هم خبرې شوې دي، چې څنګه یې له مخې خدمات لا پراخ او هر اړخیز کېدلی شي.
نوموړي دغه راز د افغانستان اسلامي امارت په نشراتي برخه کې د امارتي او خصوصي رسنیو د فعالیت سربېره د کتابونو او قرانکریم د چاپ په برخه کې د ملموسو فعالیتونو يادونه کړې او ویلي يې دي، هڅه کیږي ترڅو لا ښه او اغیزمن پرمختګونه ترسره شي.
همدا راز ښاغلي شاهین د اطلاعاتو او کلتور وزارت لاسته راوړنې د پام وړ بللي او د لا نورو پرمختګونو هيله یې څرګنده کړې.