ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو دوام؛ تر دې مهاله ۱۴ فلسطینیان شهیدان شوي

د الجزیرې د راپور له مخې، اسرائیلي یرغلګرو د اشغال شوې لوېدیځې غاړې په جنین سیمه کې پراخ پوځي عملیات پیل کړي.

د فلسطین روغتیا وزارت وايي، چې په دې پینځه ورځنیو بریدونو کې ۱۴ فلسطینیان شهیدان شوي او شاوخوا ۵۰ نور ټپیان شوي دي.

د یاد وزارت په وینا؛ په جنین ښار کې د اسرائیلي یرغلګرو د پراخه پوځي عملیاتو په څلورمه ورځ، پرون جمعه د اشغال شوې لویدیځې غاړې قباطیه ښار ته نږدې په یوه موټر بې‌پیلوټه برید شوی، چې دوه کسان پکې شهیدان شوي.

پر دې سربېره اسرائیلي پوځ په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې ۲۰ فلسطینیان نیولي دي.

د حماس غورځنګ او اسرائیلو تر منځ غزه کې د اوربند له پلي کېدو دوې ورځې وروسته صهیونیستي عسکرو په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې پراخ پوځي عملیات پيل کړي او د تاوتریخوالي د ډېرېدو اندېښنې هم شته.

د راپورونو له مخې، اسرائیلو په جنین کې کورنه او سړکونه ویجاړ کړي او شاوخوا دوه زره کورنۍ یې په جبري ډول بې‌ځایه کېدو ته اړ کړې دي.

د ملګرو ملتونو یوه ویاند هم پرون جمعه په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د خرابېدونکي وضعیت په تړاو خبرداری ورکړی او له اسرائیلو یې غوښتي، چې د فلسطینیانو ساتنه وکړي.

د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې راهیسې غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو د نسل وژنې په جګړه کې ۴۷ زره او ۲۸۳ فلسطینیان شهیدان او ۱۱۱ زره او ۴۷۲ نور ټپیان شوي دي.