د رویټرز خبري اژانس د راپور لهمخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د ولسمشر په توګه به لومړی سعودي عربستان ته بهرنی سفر وکړي.
نوموړي پرون شنبه خبریالانو ته ویلي، چې ښايي لومړی سعودي عربستان ته بهرنی سفر وکړي، که څه هم چې د امریکا ولسمشران په دودیز ډول برېتانیا ته سفر کوي.
ټرمپ زیاته کړې؛ په وروستي ځل یې عربستان ته ځکه سفر کړی و، چې عربي سلطنت د میلیاردونو ډالرو په ارزښت د امریکايي توکي د پېرلو هوکړه کړې وه.
له دې وړاندې د سعودي عربستان ولیعهد «محمد بن سلمان» د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي و، چې ریاض به په راتلونکو څلورو کلونو کې له واشنګټن سره د سوداګرۍ او پانګونې کچه ۶۰۰ میلیارده ډالرو ته ورسوي.
ډونالډ ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې هم د سعودي عربستان په شمول د خلیج له هېوادونو سره نږدې اړیکې درلودې.