ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کورنیو چارو وزارت: هېواد کې د انسان تښتوونکو ټول بانډونه له منځه وړل شوي

د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع وايي، چې د تېر کال په پرتله د انسان تښتونې او اختطاف پېښو ګراف صفر ته را ټیټ شوی دی.

نوموړی زیاتوي؛ اسلامي امارت هېچا ته اجازه نه ورکوي، چې د خلکو امنیت ته ګواښ پېښ کړي.

د ښاغلي قانع په وینا؛ هېواد کې د اختطاف ټولې کړۍ له منځه وړل شوې او مجرمین یې نیول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند دغه راز وايي؛ اسلامي امارت د هغو انسان تښتوونکو پر وړاندې هم جدي عمل کوي، چې له هېواده بهر د افغانانو په تښتولو کې لاس لري.

ورته مهال د سوداګرۍ او پانګونې خونه د امنیتي بنسټونو له لوري د انسان تښتوونکو کړیو له منځه وړل ستایي او وايي، چې اوس‌مهال پانګوال په ډاډه زړه په افغانستان کې کار او پانګونه کولای شي.

د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، هېواد کې د تیر کال په پرتله د جنايي جرمونو کچه ۳۰ سلنه را کمه شوې ده.