ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د حج او عمرې ملي کمېټې غونډه؛ حاجیانو ته د غوره خدماتو وړاندې کولو پر څرنګوالي خبرې شوي

د حج او عمرې ملي کمېټې غونډه د رياست الوزرا اداري مرستیال په مشرۍ ترسره شوه

د حج او عمرې ملي کمېټې غونډه د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌ الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشري، د کمېټې د غړو، د اریانا افغان هوایي شرکت او د کام ایر شرکت د مسولینو په ګډون ترسره شوه.

په دې غونډه کې له هراړخېزې ارزونې او د هوایي شرکت د مسولینو د نظریاتو له اورېدو وروسته پر وخت د حاجیانو د لېږد، د الوتنو د وخت د تنظیم او د بیت الله شریف حاجیانو ته د غوره خدماتو د څرنګوالي په اړه لازم تصمیمونه ونیول شول.