ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر: بهر مېشتي هېوادوال کولی شي په ډاډه زړه هېواد ته راستانه شي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د خوست په صبریو ولسوالۍ کې له ګڼ شمېر علماو، قومي مخورو او مجاهدینو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو د وزارت مرستیال شیخ فقیر محمد محمدي سربېره ځایي قومي مخورو، علماوو، د اسلامي امارت ډلګۍ مشرانو او ولسي خلکو ګډون کړی وو.

ځايي قومي مخورو او علماوو مولوي عبدالکبیر ته د ښه راغلاست پر مهال د بوختیاو سربېره لرې پرتو سیمو ته د نوموړي د سفرونو له امله مننه کړې.

دغه‌راز یادو علماوو او قومي مخورو اسلامي امارت ته په ځینو برخو کې د هڅو وړاندېزونه کړي دي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د اسلامي نظام د راتګ لپاره د صبریو د قوم قربانۍ د ټول ملت ویاړ بللي او له اسلامي امارت سره یې د هغوی د همکاریو یادونه کړې ده.

مولوي عبدالکبیر ویلي، پخواني صالح او د اسلامي امارت مجاهدین څوک په یو او بل نامه سره نه شي بیلولي.

نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت د کابل د تېرې ادارې د ظلم په مقابل کې بښنه وکړه او د غچ اخیستلو فکر یې له منځه یووړ.

مولوي عبدالکبیر د خبرو پر دوام د اسلامي امارت سیاسي مخالفینو ته د افغانستان دروازې پرانیستې بللي او ویلي یې دي، په بهر کې مېشت مخالفین کولی شي په ډاډه زړه راستانه شي.