د بهرنیو چارو وزارت وايي؛ د مولوي امیرخان متقي له لوري دوکتور محمد نعیم د یوې غونډې په ترڅ کي د وزارت رییسانو، مرستیالانو او کارمندانو ته د وزارت د اداري مرستیال په توګه ور وپیژندل شو.
یاد وزارت زیاتوي؛ دوکتور محمد نعیم چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم په اساس د بهرنیو چارو وزارت د مالي او اداري مرستیال په حیث ټاکل شوی وو، تېره ورځ یې په بهرنیو چارو وزارت کې رسما په کار پیل وکړ.
دوکتور محمد نعیم له فتحي وړاندي د اسلامي امارت د فرهنګي کمېسیون او په قطر کي د اسلامي امارت د سیاسي دفتر د غړي او له فتحې وروسته قطر کې د افغانستان اسلامي امارت د سفیر په توګه دندې ترسره کړې دي.