ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان بانک لوی رییس: د افغانۍ ارزښت ساتل مو لومړیتوب دی

د افغانستان بانک د رییس نور احمد اغا په مشرۍ د سوداګریزو بانکونو له رییسانو سره د افغانۍ د ثبات او بانکي سکتور د فعالیتونو د پراختیا په اړه غونډه شوې.

د دې غونډې په پیل کې د افغانستان بانک رییس نور احمد اغا یادونه کړې، چې د افغانۍ د ارزښت ساتنه د افغانستان بانک د کاري لومړيتوبونو په سر کې ځای لري او دا بانک توانیدلی دی چې د بېلابېلو اقداماتو په تر سره کولو سره د افغانۍ له ارزښت څخه ساتنه وکړي.

نوموړي ویلي؛ په تېرو څو ورځو کې د اسعارو پر وړاندې د افغانۍ په نرخ کې تغیرات رامنځته شوي وو، خو د پولي سیاستونو د بېلابېلو ابزارونو او اړینو ګامونو په پورته کولو سره د افغانستان بانک توانیدلی دی چې بازار عادي حالت ته را وګرځوي.

نور احمد اغا زیاته کړې، چې په دې برخه کې لا هم هلې ځلې روانې دي او په کار ده چې ټولې اړوندې ادارې په پوره همغږۍ کار وکړي.

نوموړي همدارنګه د هېواد په اقتصادي رغښت او پرمختګ کې د سوداګریزو بانکونو پر مثبت رول خبرې کړي او د بانکونو له رییسانو یې غوښتي، چې د ملي مسولیت په پام کې نیولو سره خپل معاملات په افغانۍ تر سره کړي.

د یادونې وړ ده، چې په دې غونډه کې د سوداګریزو بانکونو رییسانو هم د موضوع اړوند نظرونه شریک کړي او له خپله اړخه یې د افغانستان بانک د سپارښتونو د عملي کولو ژمنه کړې.