ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

”افغانستان کې د ښځو د حقونو او بیان ازادۍ په اړه د یوناما وروستۍ اندېښنې بې ځایه او په کلکه یې ردوو “

د امر بالمعروف، نهې‌عن‌المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت د بیان ازادۍ، د ښځو حقونو او د‌ هغوی بنسټیزې ازادۍ په اړه د یونما نيوکې او اندېښنې بې ځایه، له حقیقت څخه لرې او د اسلامي، دیني او ټولنيزو ارزښتونو خلاف کړنه بولي.

تېره ورځ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یونما) یوناما د بشري حقونو د وضعیت په تړاو راپور خپور کړی او یاد راپور کې یې د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له لوري د بیان ازادي ترڅنګ د ښځو د حقونو او بنسټیزو ازادیو محدودولو یادونه کړې، چې یاد وزارت دغه نیوکې او اندېښنې بې ځایه، له حقیقت څخه لرې او د غربي لیدلوري پر بنسټ بولي او په کلکه یې ردوي.

د راپور په یوه برخه کې راغلي چې د امر بالمعروف وزارت د محتسبینو له لارښوونو سره سم ښځې نه شي کولی له شرعي محرم څخه پرته بازار ته ولاړې شي او یا هم سودا وکړي، باید روښانه شي چې یاده ادعا له حقیقت څخه لرې او د امر بالمعروف وزارت د بدنامۍ لپاره یوه هڅه ده په داسې حال کې چې د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر قانون کې ورته هېڅ ټکی شتون نه لري او یواځې د ښځو خوندیتوب، ارزښت او اړتیاوو په پام کې نیولو سره په هغو سفرونو کې چې له (۷۲) کیلومتره څخه زیات وي د شرعي محرم شتون اړين بلل شوی دی.

یونما دې د ښځو د حقونو خوندیتوب په برخه کې د یاد وزارت پر لاسته راوړنو لکه د ښځو د مهر، میراث او نفقې ترڅنګ د اجباري ودونې او کورني تاوتریخوالي پر مخنیوي سترګې نه پټوي، د افغاني ټولنې دیني او فرهنګي ارزښتونه دې په پام کې ونیسي او له دغه ډول نیوکو څخه دې ډډه وکړي.

د افغانستان اسلامي امارت په ځانګړې توګه د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت نه یواځې چې د وکړو پر حقونو محدودیتونه نه دي وضع کړي بلکه د اسلامي اصولو، دیني او افغاني ارزښتونو او ټولنيزو حساسیتونو په پام کې نېولو سره د هغوی ټول حقونه خوندي کړي، د لاسرسي زمینه یې ورته هواره کړي او تل یې د یوې اسلامي او خوندي فضا را منځته کولو لپاره هڅه کړې.

یاد وزارت د یوناما څخه غوښتنه کړې، ترڅو په خپلو راپورنو کې د خلکو دیني ارزښتونه او افغاني کلتور په پام کې ونیسي او له بې ځايه او د حقیقت خلاف نیوکو څخه دې ډډه وکړي.