د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري د خپل کارپه دفتر کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (یو،ان،ډي،پي) رییس ستیفن رودریکویس او د دې ادارې د (سیبارډ) پروژې رییس ویداست ګاتي بوکا سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د اوبولګولو پروژو پر پلي کولو، د کوکنارو بدیل پروګرامونو، د چکډېمونو او د اوبو لګولو کانالونو جوړولو، د شنو خونو جوړولو، بزګرانو ته د اصلاح شویو تخمونو او کرنیزو وسایلو د وېش په اړه خبرې وشوې.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام رییس د دې ادارې له خوا د کرنیزو پروژو د تطبیق او د فعالیتونو د همغږۍ پر ژمنتیا ټینګار وکړ.
نوموړي د کندهار ولایت د تختهپل ولسوالی د چکډېم او د پکتیا ولایت یو شمېر نورو پروژو د پرمختګ راپور وړاندې کړ او د دغو پروژو د عملي کېدو لپاره یې د کرنې وزارت د همکارۍ غوښتنه وکړه.
مولوي عطاالله عمري د اسلامي امارت له خوا له بشري مرستندویه ادارو سره د همکارۍ یادونه وکړه او د اوبو سرچینو مدیریت پر اهمیت یې ټینګار وکړ.
نوموړي د هېواد د بډایه اوبو سرچینو ته په اشاره وړاندیز وکړ چې د کونړ، آمو، مرغاب او هریرود سیندونو په مسیر کې دې د اوبو زېرمې، کانالونه او چکډمونه جوړ شي، تر څو بزګرانو ته د کرنې په برخه کې غوره اسانتیاوې برابرې شي.
د کرنې وزیر همداراز د راتلونکو پروژو د تطبیق پر اړتیا ټینګار وکړ، چې باید کرنه، مالدارۍ، اقلیمي بدلونونه، د اوبو لګولو عصري میتودونه (څاڅکې اوبه خور)، د کرنیزو محصولاتو پروسس، د خصوصي سکتور سره همکاري، او د فارممالدارۍ پراختیا پکې شامل وي.
د کرنې وزیر دغه راز د کرنې وزارت او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام ترمنځ د لا ډېرې همغږۍ غوښتنه هم وکړه.