ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اسلامي امارت لوړپوړی پلاوی تاشکند ته ورسېد

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اسلامي امارت لوړپوړی پلاوی چې د کابینې یو شمېر غړي او د سکټوري ادارو استازي په‌کې شامل دي، نن غرمه مهال د اوزبیکستان پلازمېنې تاشکند ته ورسېد.

په تاشکند نړیوال هوايي ډګر کې د اوزبیکستان هېواد د لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجه یوف، د افغانستان لپاره د دغه هېواد د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت‌الله ایرګاشېف او په اوزبیکستان کې د اسلامي امارت سفیر شیخ عبدالغفار بحر له لوري د اسلامي امارت لوړپوړي پلاوي هر کلی وشو.