ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د صنعت او سوداګری وزیر: افغانستان به ډېر ژر د صنعتي انقلاب شاهد وي

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د صنعت او کانونو اوونۍ پینځم نړیوال نندارتون پای غونډې مراسمو کې ویلي، افغانستان دا مهال په ګڼو سکټورونو کې ځان‌بسیاینې ته رسېدلی.

ښاغلي عزیزي زیاته کړې، د اسلامي امارت په راتګ سره په بېلابېلو برخو کې د تولیدي توکو شمېر له ۵۰۰ څخه دوه زره بېلابېل ډوله ته لوړ شوی دی.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر ویلي، په دې نندارتون کې د صنعتکارانو ګډون د هېواد د صنعت د ودې په برخه کې مهم ګام دی.

نوموړي زیاته کړې، چې د صنعت د ملاتړ لپاره د صنعتي برخو تعرفه یو سلنې ته راکمه شوې ده. همدارنګه، تېر کال شاوخوا ۵۷۶ کارخونو ته ځمکې ورکړل شوې او له بېلابېلو لارو یې ملاتړ شوی دی.