ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د هرات ولایت د مالګې کان تړون له یوه خصوصي شرکت سره لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري، د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په ۱۶مه نېټه د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د نمکسار سیمې د مالګې د لومړي بلاک تړون، چې ۱۰.۲۴۱۱۴ مربع کیلومتره مساحت لري، د ۳۱۵ میلیونه او ۵۹۴ زره افغانیو په پانګونې سره له یوه خصوصي شرکت سره لاسلیک کړ.

د کانونو او پټرولیم وزیر د تړون د لاسلیک پر مهال وویل، چې دغه تړون د هر ټن مالګې پر وړاندې د ۱۵۰۰ افغانیو رویالټۍ په ټاکلو سره د ۱۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی دی.

نوموړي زیاته کړه، چې یاد شرکت به خپلې ټولې چارې د تړون د شرایطو، د کانونو د قانون او اړوندو کړنلارو سره سم ترسره کړي.

د یادونې وړ ده، چې یاد شرکت به د رویالټۍ د ورکړې ترڅنګ، د ټولنیزو خدمتونو په بېلابېلو برخو کې ۵ میلیونه افغانۍ هم ولګوي.

سربېره پر دې، د دغې پروژې له لارې به ګڼ‌شمېر هېوادوالو ته په مستقیم او غیرې مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.