ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

“له افغان کډوالو سره د پاکستان د حکومت چلند غیرې اسلامي او انساني دی”

د افغانستان اسلامي امارت د رییس‌الوزرا ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند او جبري ایستلو په اړه ځانګړې غونډه شوې.

‏په دې غونډه کې د کابینې نورو غړو ترڅنګ د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند، اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي او د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر ګډون کړی و.

غونډه کې له افغان کډوالو سره غیر اسلامي او غیر انساني چلند او د ټولو اصولو خلاف په زور را ایستل په کلکو ټکو وغندل شوي او دغه کړنه د ټولو اسلامي ارشاداتو، نړیوالو اصولو او د ګاونډیتوب د حقونو خلاف عمل بلل شوی دی.

همدرانګه په غونډه کې د پاکستان له ولس سیاسي ګوندونو علماوو او بانفوذه شخصیتونو څخه غوښتنه شوې، تر څو دوی هم په دې اړه خپل اسلامي او د ګاوندیتوب مسولیت ادا کړي.

د یادې غونډې په اړه اسلامي امارت په نشر کړي خبرپاڼه کې ویلي؛ ټولو ته واضحه ده چې د افغان او پاکستان ولسونو له لسګونو کلونو راهیسې ښې اړیکې لرلې دي، موږ غواړو چې دغه دیني تاریخي او فرهنګي اړیکې همداسې دوامداره پاتې شي، ځکه دا د دواړو هېوادونو او ولسونو اړتیا او ضرورت دی او دغه ډول ناسمې کړنې د دواړو هېوادونو په زیان دي.

په دې غونډه کې له ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو سازمانونو څخه غوښتنه شوې، چې د دې انساني ناورین په مخنیوي او د افغان کډوالو په با عزته توګه راستنېدو کې خپل مسولیت ادا کړي.

همدا راز د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ته دنده سپارل شوې، چې د تېر په څېر له خپلو ټولو موجوده امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې، راستنېدونکو افغان کډوالو ته لازمي اسانتیاوې برابرې کړي، تر څو راستانه شویو افغانانو ته اړین تسهیلات، موقت هستوګنځي، او خدمات ژر تر ژره برابر شي.