ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د راستنېدونکو ګډوالو په اړه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت اعلامیه!

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د یوې اعلامیې په نشرولو سره ویلي؛ په ډېرې خواشینۍ سره باید ووایو، چې د افغانستان ګاونډو هېوادونو له لوري د افغان کډوالو د اجباري ایستلو پروسه پیل شوې ده.

سره له دې چې اسلامي امارت ګاونډیو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو ته په دې اړه خپل دریځ بار- بار روښانه کړی او ټينګار یې کړی، چې افغان کډوالو ته دې زمینه برابره او وخت دې ورکړل شي چې په خپله خوښه او د افغانستان اسلامي امارت سره په هوکړه د یوه ګډ میکانیزم له لارې خپل هېواد ته راستانه شي؛ خو له ټولو هڅو سره سره د افغان کډوالو د اجباري ایستلو پروسه پیل شوې.

 اعلامیه زیاتوي؛ دا مهال په پاکستان کې افغان کډوال له کورونو، هټیو او بازارونو څخه په غیر قانوني ډول نیول کېږي او په زوره زندانونو ته، تر وړل کېدو وروسته اړ ایستل کېږي چې افغانستان ته را ستانه شي.

 یاد وزارت د پاکستان دغه ډول کړنو ته خواشینې څرګنده او زیاته کړې یې ده؛ په ډېرې خواشينۍ سره چې له افغان کډوالو سره زور زیاتی کېږي، د هغوی شتمني لوټل کېږي او د کورونو اسباب ترې‌نه ایسارېږي، چې دا د هر ډول اسلامي او انساني اصولو او نړیوالو قوانینو خلاف عمل دی.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له پاکستان څخه توقع لري، چې د افغان کډوالو پر وړاندې پیل شوی تاوتریخوالی او ناوړه چلن پای ته ورسوي.

یاد وزارت وايي، هيڅوک نه باید کډوال د خپلو سیاسي موخو لپاره د ابزارو په توګه وکار وي.

اسلامي امارت د پاکستان او ایران څخه غوښتنه کړې، چې د کډوالو پر وړاندې له صبر او زغم څخه کار واخلي او له کډوالو سره په چلن کې ښه ګاونډيتوب، اسلامي او انساني ارزښتونه او نړیوال قوانین رعایت کړي.

 د افغانستان اسلامي امارت د اجباري راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره چمتووالی پیل کړی دی، خو له هغوی سره د ګاونډیو هېوادونو ناوړه چلن د منلو او تحمل وړ نه دی.

 افغان لوري د پاکستان څخه جدي غوښتنه کړې، چې ټولو کډوالو ته دې اجازه ورکړل شي چې خپله شتمني، مالونه او د کور اسباب له ځانه سره خپل هېواد ته را ولېږدوي.

همداراز یې له نړیوالو سازمانونو او مرستندویه ادارو څخه غوښتنه کړې، چې د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره ځانګړې پاملرنه وکړي او له هغوی سره دې په افغانستان کې بېړنۍ مرستې ترسره کړي او باید اجازه ور نه کړل شي، چې خپل هېواد ته د افغان کډوالو د ستنولو پر مهال هغوی له ظلم، جبر او تاوتریخوالي سره مخ شي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له افغان شتمنو او پانګوالو هم هیله کړې، چې د پخوا په څېر یو ځل بیا د خپل اسلامي او انساني احساس او ورورګلوۍ له مخې له افغان کډوالو سره مرستې وکړي.

یاد وزارت دا د عامو افغانانو وجیبه ګڼلې، چې په ورین تندي د خپلو کډوالو ورونو او خویندو هرکلی وکړي او هر څه چې په واک او وس کې لري، له هغوی دې نه سپموي.