ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

راتلونکې اونۍ د ایران او امریکا تر منځ مذاکرات پیلېږي

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون (دوشنبه، د وري ۱۸مه) ویلي، چې امریکا او ایران به د تهران د اټومي پروګرام په تړاو مستقیمي خبرې اترې پیل کړي، خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي، چې دغه خبرې به راتلونکې اونۍ په عمان کې په غیرې مستقیمه بڼه پيل شي.

ټرمپ خبرداری ور کړی، چې که خبرې اترې ناکامې شي “ایران به له جدي ګواښ سره مخ شي.”

د امریکا ولسمشر له دې وړاندې ټینګار کړی وو، چې له ایران سره به مستقیمې خبرې اترې کوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر بیا پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې د ایران او امریکا استازي به راتلونکې شنبه په عمان کې د لوړ پوړو چارواکو په کچه د غیرې مستقیمو خبرو لپاره سره وويني.

ښاغلي عراقچي دغه مذاکرات یو فرصت او یوه ازموینه بللې او زیاته کړې یې ده، چې اوس توپ د امریکا په میدان کې دی.

ایران او امریکا د جو بایډن په دوره کې هم غیرې مستقیمې خبرې درلودې، چې څه نا څه پرمختګ یې هم کړی و. له دې وړاندې د بارک اوباما په دوره کې هم د دواړو هېوادونو تر منځ مستقیمې خبرې اترې شوې دي.