د سیاسي چارو شنونکی سید قریبالله سادات له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري اخراج په اړه وایي، چې د پاکستان حکومت د کډوالو له موضوع څخه سیاسي ګټه اخلي او نړیوال سازمانونه هم په چوپتیا سره د دې کړنې ننداره کوي.
ښاغلی سادات زیاتوي، چې د پاکستان حکومت د خپلو غوښتنو تحمیلولو لپاره د تورخم د دروازې تړل او د افغان کډوالو جبري اخراج د فشار د وسیلې په توګه کاروي.
د سید قریبالله سادات په وینا، د پاکستان حکومت تل له افغانستان سره دوه ګونی چلند کړی دی.
پاکستاني پولیسو د تېرو څو ورځو راهیسې د افغان کډوالو د نیولو او جبري ایستلو لپاره په بېلابېلو برخو کې پراخ عملیات پیل کړي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) وایي، چې په تېرو دوو ورځو کې ۸ زره او ۲۵ افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته لېږل شوي.
د یاد سازمان په وینا؛ په دې کډوالو کې بېاسناده او د (ایسيسي) کارت لرونکي افغانان شامل دي، چې د تورخم او سپینبولدک له لارې افغانستان ته لېږل شوي دي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان زیاتوي، چې ۲ زره او ۶۱۴ راستنېدونکو کډوالو سره یې مرستې هم کړې دي.