د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د هېواد جنوبي ولایتونو ته د خپل سفر په لړ کې (تېره ورځ سه شنبه، د وری ۱۹مه) پکتیا او پکتیکا ولایتونو ته سفرونه ترسره کړل او له اړوند مسولینو سره یې ناستې وکړې.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت ویلي؛ د دغو سفرونو موخه ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه ولسوالیو کې د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی په حکم د پیل شویو پروژو څارنه، د چارو ارزونه او ستونزو ته یې رسېدنه وه.
د یاد سفر په اوږدو کې ښاغلي نوري لومړی د پکتیا ولایت د مرستیال والي انعام الله صلاح الدین په مشري له جوړې شوې ولایتي کمېټې سره چې د عامې روغتیا، معلوماتي ټکنالوژي، ارشاد حج او اوقافو، پوهنې، ټولګټو چارو، کلیو او بیا رغونې، سرحدونو او قبایلو چارو او د امربالمعروف ریاستونه پکې شامل وو، ناسته کړې او د ترسره شویو کړنو راپور یې ترلاسه کړی دی.
د ولایتي کمېټې غړو په ولسوالیو کې د پلې شویو پروژو جزیات شریک کړي او په پاتې چارو کې یې د چټکتیا ډاډ ورکړی دی.
وروسته ملا نورالله نوري پکتیکا ولایت ته سفر کړی او هلته یې د پکتیکا د والي ملاعبدالخالق عابد په مشرۍ د اړوندو ټولو ریاستونو له مسولینو سره غونډه جوړه کړې او په یاد ولایت کې د ترسره شویو پروژو له څرنګوالي او کړنو یې ډاډ حاصل کړی دی.
همدارنګه د دواړو ناستو پرمهال د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر د لویې پکتیا د ټولو ولسونو قربانۍ او سرښندنې د ستایلو وړ بللي او ویلي یې دي؛ چې دا ولسونه د اشغال پرمهال له ټولو امکاناتو بې برخې وو، چې د امیرالمؤمنین حفظه الله د شفقت له مخې به په نږدې راتلونکې کې دغه ولسونه هم د هېواد د نورو خلګو په څېر له ورته خدمتونو څخه برخمن شي.
ملا نورالله نوري له ټولو مسولینو څخه غوښتي، چې خپل ور سپارل شوي مسولیتونه په پوره دقت او سرعت سره ترسره کړي او په چارو کې له شفافیت څخه کار واخلي.
د یادونې وړ ده، چې په یادو ولسوالیو کې د خدمتونو وړاندې کولو په لړ کې به خلکو ته د اوبو رسونې، مخابراتي شبکو، ښوونځیو، مدارسو، مساجدو، سرکونو او پلچکونو رغولو پروژې پلي شي او د خلکو اولیه ستونزو ته به رسېدنه وشي.