د کابل او تهران ترمنځ په اقتصادي برخه کې د شوې هوکړې د بشپړ تطبیق په موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډې تخنیکي کمېټې نوبتي تعقیبي غونډه نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د وري میاشتې په ۲۰مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه.
له اجنډا سره سم د دوه اړخیزې سوداګرۍ پر زیاتوالي، د ترانزیټ په برخه کې د شته ستونزو پر حل او د اړینو اسانتیاوو په برابرولو، د افغانستان د کرنې سکټور د میکانیزه کولو په برخه کې د ګډو همکاریو پر رامنځته کولو، د ترانسپورټ په برخه کې د شوو پرېکړو پر پلي کېدو، د افغانستان په کانونو کې د پانګونې او د ګمرکونو په برخه کې د لا زیاتو اسانتیاوو د چمتو کولو په اړه خبرې وشوې.
په غونډه کې د کابل او تهران ترمنځ په اقتصادي برخه کې د شوې هوکړې پر بشپړ ډول پلي کېدو ټینګار وشو او پرېکړه وشوه، چې په همدې موخه به د دغه کمېټې تعقیبي غونډې دوام ولري.
د یادونې وړ ده، چې د کابل او تهران ترمنځ په اقتصادي برخه کې شوې هوکړې د سوداګرۍ، ترانزیټ، ترانسپورټ، کرنې، کانونو او یوشمېر نورو برخو کې ۹۲ مادې لري، چې د ډېری برخو په عملي تطبیق سره یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچې په زیاتوالي کې د پام وړ پرمختګ رامنځته شوی.