د احصايې او معلوماتو ملي اداره وایي؛ د سمنګان ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست په ۱۴۰۳ کال کې په ټوليز ډول ۷۴ زره او ۸۹۳ کسانو ته د نفوسو د احوال ثبت اړوند خدمتونه وړاندې کړي دي.
یاده اداره زیاتوي؛ په دې خدمتونو کې ۴۸ زره او ۵۶۵ برېښنايي پېژندپاڼې، اته زره او ۸۵۴ کاغذي پېژندپاڼې ، ۱۲ زره او ۷۷۹ زېږون کارتونه، ۵۷۹ د مړینې پاڼې او درې زره او ۱۱۶ نورو کسانو ته په تابعیت پېژندپاڼو کې اصلاحي خدمتونه شامل دي.
د سمنګان ولايت د احصايې او معلوماتو رییس حبیبالرحمن وقاص وايي؛ چې په دې ولایت کې د برېښنایي پېژندپاڼو دوې وېش څانګې فعالې دي، چې د نویو برېښنايي پېژندپاڼو پر وېش سربېره غوښتونکو ته د مثنی پېژندپاڼې وېش خدمتونه هم وړاندې کوي.
د سمنګان ولایت د احصایې او معلوماتو ریاست د معلوماتو پر بنسټ هره ورځ په مرکز او ولسوالیو کې د اړوندو دفترونو له لارې شاوخوا ۷۵۰ ښځینه او نارینه هېوادوالو ته د کاغذي او برېښنایي پېژندپاڼو او د ژوند پېښو د ثبت اړوند خدمتونه وړاندې کېږي.