د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري فاریاب ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې له بېلابېلو کاني زېرمو څخه لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د یاد ولایت مرستیال والي او د کانونو رییس ګډون درلود.
ښاغلي بدري د خپل سفر په ترڅ کې اندخوی، درزاب او میمنه د مالګې دریو بلاکونو، د شیرین تګاب ولسوالۍ د ګچو کانونو او د طوطي میدان د تېلو زېرمو څخه لیدنه او ارزونه کړې.
دغهراز نوموړي د تړونلرونکو شرکتونو استازو ته د چارو په چټکتیا، ایستنې، پروسس او روڼتیا په موخه ځانګړې لارښوونې وکړې.
ملا هدایت الله بدري د بادغیس له خلکو سره د لیدنې پر مهال، د هغوی ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او د حل په موخه یې د همکارۍ ډاډ ورکړی.
نوموړي د کانونو تړوني شرکتونه ته سپارښتنه کړې، چې د یاد ولایت خلکو ته د ټولنیزو چوپړتیاوو سربېره د کان کیندنې په برخه کې کاري فرصتونه رامنځته کړي.