د عامې روغتیا وزارت رهبرۍ د یو خبرې کنفرانس پرمهال د دې وزارت د خوړو او درملو معینیت له لوري د یو شمېر مرسته کوونکو نړیوالو موسسو چې هېواد ته یې په زیاته کچه له نېټې تېر او بي کیفیته درمل او خوراکي توکي وارد کړي وو د نیول کېدو خبرداری ورکړ.
په همدې موخه جوړ شوی خبري کنفرانس چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې ترسره شو، په کې د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي، د یاد وزارت مرکزي رییسانو، یو شمېر نورو مسولینو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.
د عامې روغتیا وزیر په یاد کنفرانس کې وویل؛ دا چې عامې روغتیا وزارت د خوراکي توکو د خوندیتوب او کیفیت د کنټرول مسولیت په غاړه لري، په همدې موخه هڅه کوي د هغه خوراکي توکو چې حرام، بې کفیته او غیر خوندي وي او د ناروغیو سبب ګرځي، مخنیوی وکړي.
مولوي نور جلال جلالي زیاته کړه، د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) نږدې اووه زره ټنه بې کیفیته مواد، چې په کې سوپر سیریل، پریمیکس ( Premix ) په نوم مواد افغانستان ته راوړل شوي، د عامې روغتیا وزارت له لوري یې مخنیوی شوی او هم د یو این ډي پي (UNDP) د ۶۵۰ له نېټې تېرو توبرکلوز تشخصیه کیټونو د وېش مخه نیول شوې.
نوموړي یو ځل بیا د عامې وزارت له لوري په شفافه توګه د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو ژمنه تازه او د دې معلوماتو شریکولو موخه یې هغه هېوادونه چې د افغانانو په نوم د موسساتو یا هم د نړیوالو سازمانو له طریقه مرسته کوي د مرستو سالم مدیریت، او اغېزمنتیا ته زیاته پاملرنه یاده کړه.
په یاد خبري کنفرانس کې دغه راز د عامې روغتیا وزارت رهبرۍ ترسره کړي یو کلن فعالیتونه او لاسته راوړنې هم له رسنیو سره شریکې کړې، چې په کې د داخلي محصولاتو د کیفیت ارزول، نظارتونه او نور شامل وو.