ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت د کډوالو ستونزو ته ځانګړې پاملرنه لري

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر په جلا جلا ناستو کې د لوګر د محمداغې ولسوالۍ له یو شمېر ډلګۍ مشرانو او د بغلان ولایت له څو تنو قومي مخورو سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د محمداغې ولسوالۍ ډلګۍ مشرانو د اسلامي امارت په جوړښتونو کې خپلو مسولیتونو ته په اشارې سره وویل، له ولسونو سره په اړیکه کې دي او د اسلامي نظام د پیاوړتیا لپاره د خلکو په همکارۍ کار کوي.

دوی په لوګر کې د مېشتو کډوالو د ستونزو او وړاندېزونو په شریکولو سره د دایمي استوګنې لپاره د ځمکو د وېش غوښتنه وکړه.

همدارنګه له بغلان څخه راغلو قومي مخورو په خپلو سیمو کې د اسلامي امارت لخوا د څښاک اوبو چمتو کولو او د کډوالو لپاره د ځانګړو شویو ښارګوټو اړوند خپل وړاندېزونه د کډوالو او راستنېدونکو چارو له وزیر سره شریک کړل.

مولوي عبدالکبیر د اسلامي امارت لخوا د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې یادونه وکړه او ویې ویل؛ اسلامي نظام د کډوالو لپاره د اړینو اسانتیاوو په موخه عالي کمېسیون رامنځته کړی او اړوندو ادارو ته دندې سپارل شوي، چې د کډوالو د لنډمهاله ستونزو ترڅنګ ورته ښارګوټي جوړ او پراختیايي چارې یې پیل کړي.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړه، د ښارګوټو چارې په چټکۍ سره روانې دي او په نږدې راتلونکې کې به په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د کډوالو لپاره ښارګوټي پرانیستل شي.

نوموړي ډاډ ورکړی، چې د کډوالو له عالي کمېسیون سره به په همغږۍ شویو وړاندېزونو ته رسېدنه وشي.