ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اسلامي امارت له بیا حاکمیت وروسته ۲ زره او ۶۰۰ لویې او وړې شخړې حل شوې

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وايي، چې د اسلامي امارت له بیا حاکمیت وروسته یې په ټول هېواد کې د همغږۍ او یووالي فضا رامنځته کولو په موخه زیاتې هڅې کړې دي.

د یاد وزارت د مسولینو په وینا، تر دې مهاله یې په ټول هېواد کې یو زر او ۴۰۰ وړې او ۱۲۰۰ لویې شخړې حل کړې دي.

د قومونو او قبایلو چارو وزارت ویاند مفتي تسلیم الله حقاني وايي، چې په تېر ۱۴۰۳ کال کې يې د دیني عالمانو، قومي مشرانو او ځوانانو ترمنځ څه باندې ۱۲۰ جرګې او لویې غونډې کړې.

دغه‌راز دې وزارت د همکارو بنسټونو په ملاتړ د هېواد په ټولو ولایتونو کې د قومونو ترمنځ د یووالي، لا اسانتیاوو برابرولو او د باور فضا رامنځته کولو په موخه شاوخوا زر پروژې پلې کړې دي.

د هېواد یو شمېر اوسېدونکي ټینګار کوي، چې د خپلمنځي او قومي شخړو څخه دې په کله ډډه وشي او که خدای مه کړه کومه شخړه پېښېږي هم باید د جرګو له لارې حل شي.

د افغانستان اسلامي امارت له بیا حاکمیت وروسته د هېوادوالو تر منځ د یووالي په موخه ډېرې هلې ځلې کړې او تر ډېره یې دښمنۍ، خپلمنځي شخړې او ستونزې حل کړې دي.

د قومونو او قبایلو چارو وزارت چارواکو هم د یووالي په موخه د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته سفرونه کړي، تر څو د هېوادوالو ستونزې واورې او د حل لپاره یې کار وکړي.