د ترکيې په انقره کې د افغانستان اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت فرهنګي اتشې قاري حميد الله تمکين د اسلامي هنرونو نړيوال نندارتون کې ګډون وکړ.
دا نندارتون د ترکیې د دیانت او دیني چارو ریاست له خوا د انقرې ښار په (ATO Congresium) تالار کې جوړ شوی و.
په دې درې ورځني نندارتون کې چې د ۱۴۰۴ کال د ثور له ۱۷مې تر ۲۱مې نېټې پورې ترسره شو، د ترکیې له ټولو ولایتونو څخه د اسلامي هنر، د لاسي صنعت، خطاطۍ او خوشنویسۍ، نقاشۍ، دودیزو لباسونو او فرهنګي اثارو بېلابېل توکي نندارې ته وړاندې شوي وو.
یاد نندارتون کې د بېلابېلو هېوادونو د سفارتونو فرهنګي اتشو او ډيپلوماتانو ګډون کړی و.
یادو فرهنګي اتشو دا نندارتون د فرهنګي اثارو د ودې او پراختیا لپاره یو مثبت ګام وباله او هرکلی یې وکړ.
د یادونې وړ ده، دا نندارتون د ترکیې د دولت په مالي ملاتړ جوړ شوی و، چې هنرمندانو په کې ځانګړو غرفو کې خپل فرهنګي توکي، دودونه او عنعنات نندارې ته وړاندې کړل.