کابل کې د افغانستان او اوزبیکستان د خصوصي سکتور ترمنځ د سوداګرۍ د نښلېدو کنفرانس جوړ شو.
په دې کنفرانس کې د افغان او اوزبیک سوداګرو ترمنځ له ۴۵ څخه تر ۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت د سوداګرۍ ۳۰ تړونونه لاسلیک شول.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد وايي، هېواد کې د پانګونې لپاره زمینه برابره شوې او اسلامي امارت د اقتصاد محوره سیاست پر بنسټ له کورنیو او بهرنیو پانګوالو ملاتړ کوي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال محمد یونس مومند وايي؛ د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ سوداګریزې اړیکې پراخې شوي او په وینا یې، د ورته ناستو جوړېدل کولی شي د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ اړیکې پراخې کړي.
د اوزبیکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییس دوران وهاب اف وایي، افغان او اوزبیک سوداګر باید په افغانستان کې له رامنځته شویو زمینو ګټه پورته کړي او په دې هېواد کې د ګډې پانګونې لپاره اقدام وکړي.
نوموړي هیله څرګنده کړې، چې دا ډول ناستې به د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا لامل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د سوداګرې او پانګونې خونې مسولین په دې کنفرانس کې د امام ابوحنیفه (رح) په څلورم نندارتون کې د اروپایي سوداګرو او پانګوالو له ګډون څخه هم خبر ورکوي.