د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو مرستیال مولوي محمد زاهد احمدزي د کار ملي کنفرانس د ژمنو د تعقیب په موخه د ملي پراختیا امارتي شرکت له رییس عبدالرحمن عطاش سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې مولوي محمد زاهد احمدزي د ملي پراختیا شرکت د هڅو او پروژو ستاینه کړې او ویلي یې دي؛ د یاد ملي کنفرانس بنسټیزه موخه دا وه، چې په راتلونکو پینځو کلونو کې شاوخوا یو نیم میلیون هېوادوالو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کاري زمینو د برابرولو فرصتونه رامنځته شي.
نوموړي زیاته کړې؛ ملي پراختیا شرکت ژمنه کړې، څو د یادې موخې په تحقق کې رغنده ونډه ولري.
دغهراز ښاغلي احمدزي ویلي، چې له ټولو ادارو سره د ترسره شویو هوکړهلیکونو پر بنسټ، د کنفرانس له پای ته رسېدو وروسته غواړي د بشري ځواک په ټاکنه کې د ادارو اجراات وڅاري او خلکو ته راپور ورکړي، چې تر دې دمه څو کسانو ته کار زمینه برابره شوې ده.
ورپسې د ملي پراختیا امارتي شرکت رییس عبدالرحمن عطاش ویلي؛ دا زمونږ دنده او مسولیت دی، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره په همغږۍ مسلکي کاریګرو ته په بېلا بېلو برخو کې د کار زمینه برابره کړو، ترڅو په هېواد کې د بېکارۍ کچه راټیټه شي.
نوموړي زیاته کړې، د هېواد امنیت ټینګ شوی، د ګڼو پروژو چارې روانې دي او دې چارې د کارموندنې په برخه کې مثبتې پایلې لرلې دي، خو فقر او بېکاري لا هم د خلکو جدي ستونزې دي.
ښاغلي عطاش ویلي؛ ټول اړوند بنسټونه باید ګډ کار ته دوام ورکړي، ترڅو اقتصادي وضعیت ته بدلون ورکړل شي.
همدارنګه د ملي پراختیا امارتي شرکت رییس ټینګار کړی، چې د کار ملي کانفرانس ژمنو د عملي کولو په برخه کې اقدامات شوي او ډېر ژر به اړوند معلومات له وزارت سره شریک کړي.