د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د سوک وهنې ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد فدراسیون په ورزشي جمنازیوم کې د کابل ښار له څلورو زونونو د ۲۷۵ ورزشکارانو ترمنځ د کابل ښار د نویو ځوانانو د سوک وهنې ټاکنیزې سیالۍ پيل شوې.
د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په وینا، دا سیالۍ به یوه اونۍ دوام وکړي.
یاد ریاست زیاتوي؛ دغه سیالۍ به په ۱۳ بېلا بېلو وزني کټګوریو کې ترسره شي، چې په پایله کې ۲۶ غوره ورزشکاران به د کابل ښار د نویو ځوانانو د سوک وهنې منتخبې لوبډلې ته وټاکل شي.
د دې سیالیو موخه د کابل ښار د نویو ځوانانو د سوک وهنې منتخبې لوبډلې جوړول دي، چې یاده لوبډله به د سوک وهنې ملي لوبډلې ټاکنیزو سیالیو ته هم ولوبیږي.